Jan 18, 2023 11:18 Asia/Kabul
  • د ایران په جنوب کښې نور اټومي مرکزونه جوړیږي

ایران پریس خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اټومي انرژۍ ادارې مشر محمد اسلامي د هیواد په جنوب کښې د نویو اټومي بټیو د جوړولو خبر ورکړ.

محمد اسلامي د ایران د اټومي انرژۍ ادارې له یوشمیر پخوانیو مشرانو سره  په کتنه کښې د هیواد په شمال او جنوب کښې د پلان شویو اټومي مرکزونو په پراختیا کښې د پوه بنسټه او د ځايي متخصصو ځواکونو په کار اچولو مهمې اغیز ته په اشارې سره وویل د ایران په اټومي انرژۍ موسسې کښې له اټومي ټیکنالوژۍ سره اړوند د صنایعو د انجنیري پراختیا په زمینه کښې سټراټيژیک اقدامات ترسره شوي دي چې دغه چاره به د اړتیا وړ د اوزارونو او د تجهیزاتو په زمینه کښې د صنعت د ډیرو ضرورتونو د پوره کیدا او په کامل ډول د ځايي اټومي بیټو د جوړیدا په برخه کښې په ځان د بسیاینې سبب شي.

د ایران د اټومي انرژۍ ادارې مشر محمد اسلامي وویل د ایران په جنوبي سواحلو کښې د اټومي مرکزونو د جوړیدا په زمینه کښې به مهم ګامونه پورته شي.

هغه دغه راز د ایران د اټومي سونګو د څرخې د پراختیا په زمینه کښې ډیرو نړیوالو مخالفتونو ته اشاره وکړه او د سوله ییزې اټومي  ټیکنالوژۍ لپاره یې د ضرورت وړ د سونګو د څرخې د ظرفیت په رامینځته کولو او پراخولو کښې د ګړندي حرکت په اهمیت باندې ټینګار وکړ.

 

ټیګونه