د شیخ عفیف نابلسي د وفات په مناسبت د حزب ا... عمومي منشي ته د انقلاب د ستر لارښود د تسلیت پیغام
د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی سیدعلي خامنه يي په یوه پیغام کې د مجاهد عالم حجت الاسلام والمسلمین شیخ عفیف نابلسي د وفات په مناسبت په لبنان کې د حزب ا... د عمومي منشي سید حسن نصرا... ته د تسلیت مراتب څرګند کړل.
د رهبرۍ مقام د دفتر د معلوماتو له مخې؛ د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی سیدعلي خامنه يي په دغه پیغام کې، د دغه مجاهد عالم، حجةالاسلاموالمسلمین شیخ عفیف نابلسي د وفات له امله، د هغه ګرانې کورنۍ او د لبنان او فلسطین ټولو مجاهدینو ته د تسلیت مراتب وړاندې کړل او د هغه لپاره د خدای د رحمت او مغفرت دعا وکړه.
شیخ عفیف النابلسي چې د لبنان یو مشهور عالم او د صهیونیسټي رژیم پر وړاندې د اسلامي مقاومت له مخکښو ملاتړو څخه وو، پرون (جمعه) له اوږدې ناروغۍ وروسته وفات شو.