د رئیسلعي دلواري شهادت د مقاومت ستره بیلګه ده
(last modified Sun, 03 Sep 2023 09:19:29 GMT )
Sep 03, 2023 13:49 Asia/Kabul
  • د رئیسلعي دلواري شهادت د مقاومت ستره بیلګه ده

زمونږ خبریال راپور راکړی نن د یکشنبې ورځ د ۲۰۲۳ میلادي کال د سپتمبر د میاشتې دریمه نیټه ده چې د ایران د جنوب د استعمار ضد د مبارزانو د ستر سردار رئیس علي دلواري د شهادت له کلیزې او د بریتانیا له استعمار سره د مبارزې ملي ورځ ده.

رئیس علي دلواري له نولس سوه دوه اتیایم میلادي کال څخه تر نولس سوه پینځلسم میلادي کال پورې په لومړي نړیوال جنګ کښې د انګلستان د استعمار او د تیریګرو پوځیانو پرضد په بوشهر او تنګستان سیمه کښې د ایران د جنوب د پاڅون مشر او ازادۍ غواړی شخصیت و.

په ۱۹۱۴ میلادي کال کښې د لومړي نړیوال جنګ په پیل کښې د روسیې ځواکونو له شمال او د انګلستان عسکرو له جنوب څخه په ایران باندې تیري وکړل او د انګلستان جنګي کشتیو په بوشهر سیمه کښې لنګر واچاوه او نیواکګرو ځواکونو چې د بوشهر او د شاوخو سیمو د نیولو اراده یې لرله د دغه ښار د خلکو له مقاومت سره مخامخ شول.

د ایران د تنګستان سیمې خلکو د رئیس علي دلواري په مشرۍ په اغیزشیندونکو بریدونو کښې بریتانیا ته سخت ګوزارونه ورکړل او په یوې حملې کښې رئیس علي دلواري د هندوستان له یولسو عسکرو سره یوځاې د انګلستان دوه لوړرتبه افسران ووژل.

دغه بریالیتوب له دې زیات چې پوځي اهمیت یې لرلی وي سیاسي اهمیت درلود ځکه چې له بریتانیا څخه د خلکو ویریدل یې کم کړل او سبب شو د خلکو په ذهنونو کښې د بریتانیا تیریګر دښمن رعب مات شي.

رئیس علي دلواري بالاخره د ۱۹۱۵ میلادي کال په ووړي کښې په بوشهر کښې د انګلستان له پوځیانو سره په نښته کښې په درې دیرش کلنۍ کښې شهید شو.

 

ټیګونه