د بلجیم حکومت څنګه له ترهګرۍ سره د مبارزې په ادعا سره، د منافقینو د ډلې مشر ته ځای ورکوي؟
(last modified Sat, 16 Sep 2023 10:04:28 GMT )
Sep 16, 2023 14:34 Asia/Kabul
  • د بلجیم حکومت څنګه له ترهګرۍ سره د مبارزې په ادعا سره، د منافقینو د ډلې مشر ته ځای ورکوي؟

د بلجیم حکومت څنګه له ترهګرۍ سره د مبارزې په ادعا سره، د منافقینو د ډلې مشر ته ځای ورکوي؟

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني چافعي، بروکسل ته د منافقینو د ترهګرې ډلې د مشر د سفر په غبرګون کې په انګلیسي ژبه د X ټولنیزې شبکې په یوه پیغام کې ولیکل، د ایران د خلکو پر وړاندې د منافقینو د ترهګرې ډلې جنایتونو او وژنو او د هغوی د غولوونکو ماهیت ته په پام سره، چې د اروپا پارلمان په څېر بنسټونه پرې اعتراف کوي، د بلجیم حکومت چې له ترهګرۍ سره د مبارزې ادعا کوي، څنګه کولای شي د دې فرقې مشر ته په خپله خاوره کې ځای ورکړي؟  

په بلجیم کې د منافقینو د ترهګرې ډلې د مشر شتون په داسې حال کې کېږي چې د ۲۰۲۳ کال په فبرورۍ کې اروپايي ټولنې د یوه پریکړه لیک په صادرولو سره دغه ډله په تهدید، شکنجه او قتل تورنه کړه او په بلجیم کې یې د اروپايي ټولنې د استازو په سپکاوي د منافقینو په ګمراهانه کړنو نیوکه وکړه.

د منافقینو د ترهګرې ډلې مشر څه موده مخکې د خپلو سفرونو په دوام د ایټالیا پارلمان ته ولاړ چې له دې امله په تهران کې د ایټالیا سفیر د بهرنیو چارو وزارت ته احضار شو.

ټیګونه