له ایرانه پخپله خوښه د افغان کډوالو بیرته ستنیدا دوام لري
د افغانستان د څه دپاسه څلورلسیزې جنګ اونیواکګري د میلیونونو افغانانو د کډوالیدا سبب شوې ده.د کلتوري مشترکاتو او ګاونډیتوب په دلیل څه دپاسه نیم افغان کډوال په پاکستان او ایران کې ژوند کوي.
د افغانستان د اسلام قلعه په سترې لارې کې د مهاجرینو د چارو د برخې مشر عبدا...قیومي ووئيل په تیرو څو ورځو کې له ایرانه افغانستان ته کابو څوارلس زره پنځه سوه افغان کډوال پخپلې خوښې بیرته ستانه شوي دي . هغه ووئیل هره ورځ له درو تر څلورو زرو پورې افغان کډوال له ایرانه خپل هیواد ته ګرځي.
د افغانستان د څه دپاسه څلورلسیزې جنګ اونیواکګري د میلیونونو افغانانو د کډوالیدا سبب شوې ده.د کلتوري مشترکاتو او ګاونډیتوب په دلیل څه دپاسه نیم افغان کډوال په پاکستان او ایران کې ژوند کوي.
تسنیم خبری آژانس راپور ورکړ، د اسلام کلا په سترې لارې کې د مهاجرینو د چارود ادارې مشر عبدا.... قیومي په یولړ څرګندونو کې ووئيل،پرون کابو څوارلس زره پنځه سوه افغان کډوال له ایرانه بیرته خپل هیواد افغانستان ته ګرځيدلي دي ، هغه ووئيل، دغه بهیر هماغه راز دوام لري او په همداوروستیو کې دغه بیرته ګرځیدا دوه برابره شوې ده .
د اسلام کلا سرحدي مسئول له ایرانه بیرته په ستنیدونکو کې زیاتره کورنۍ شاملې دي چې د مرستو دترلاسه کولو لپاره د کډوالو نړویالې ادارې دفتر ته ورمعرفی کیږي.
په عین حال کې د اسلام کلا سرحدی لارې یوه بل مسئول مولوی حضرت ا...آغا هم ووئيل، هره ورځ کابو دوه زره کسان په قانوني توګه ایران ته واریدیږي.