صهیونیسټي رژیم په نړۍ کې د کړکېچ یو له مهمو عناصرو څخه دی
Nov 17, 2023 15:10 Asia/Kabul
په تهران کې د جمعې د لمانځه خطیب په غزه کې د صهیونیسټي رژیم جنایتونو ته په اشارې سره وویل: د بیت المقدس نیواکګر رژیم د لوېدیځې آسیا د سیمې او نړیوالې ټولنې د کړکېچ یوه مهمه برخه ده.
زموږ د خبریال د خبر له مخې؛ حجت الاسلام سید محمد حسن ابو ترابي فرد په تهران کې د دې اونۍ د جمعې د لمانځه په خطبو کې وویل: د صهیونیسټي ماشوم وژونکي رژیم جوړېدل او دوام، د امریکا په بشپړ سیاسي، پوځي او اقتصادي ملاتړ سره دی.
په تهران کې د جمعې د لمانځه موقت خطیب زیاته کړه: صهیونیسټي رژیم له تېرو ۷۵ کلونو راهیسې، د مسلمانانو او عیسویانو په وژلو سره د فلسطین مظلومه خاوره نیولې ده او د لوېدیځو قدرتونو او د امریکې په ملاتړ سره، تر نن ورځې پورې د هغه، ننګین، لړزېدونکی او د جولا په څېر ژوند دوام لري.