پردي هېوادونه باید له سیمې ووځي
(last modified Sun, 26 Nov 2023 00:59:52 GMT )
Nov 26, 2023 05:29 Asia/Kabul
  • پردي هېوادونه باید له سیمې ووځي

د ایران د وسله والو ځواکونو د دفاع او ملاتړ وزیر ډګرجنرال محمد رضا آشتیاني وویل: په سیمه کې د امریکې او ځینو اروپایي هېوادونو شتون به د مقاومت د محور په ګډون، د ټولې سیمې له غبرګون سره مخ شي او د دغو پردیو هېوادونو لپاره غوره ده چې له سیمې ووځي او د کړکېچ د رامنځته کولو په لټه کې ونه اوسي.

زموږ د خبریال د خبر له مخې، امیر جنرال آشتیاني زیاته کړه: د سیمې خلک به شاهدان وي چې دغه غاصب او ماشومان وژونکی رژیم به په بشپړه توګه نسکورېږي او په سیمه کې به رښتینی امنیت راشي.

د دفاع وزیر د غزې د جګړې په اړه زیاته کړه: کله چې د الاقصی طوفان عملیات پیل شول، صهیونیسټي رژیم په ټولو ډګرونو کې غافلگیره او په بشپړه توګه د نسکورېدو له درشل سره مخ شو.

امير جنرال آشتياني څرګنده کړه: دغه عمليات د دې لامل شول چې دغه بدنام رژیم په ټولو مختلفو سياسي، پوځي او نورو برخو کې له نسکورېدو سره مخ شي او امريکې د دغه رژيم په بشپړه توګه د نسکورېدو ګواښ احساس کړ، نو له دې امله یې د دغه رژيم ملاتړ يې وکړ.

بريد جنرال امير آشتياني وويل: ټولې نړۍ ته ثابته شوې چې صهيونيسټي رژيم يو جنايتکار رژيم دی او د امريکې ستره تېروتنه هم د دغه ماشوم وژونکي رژيم ملاتړ دی او بايد پوه شي چې د دغو ټولو جنايتونو تاوان به خامخا ورکوي.

ټیګونه