د صهیونیسټي رژیم د ستر ظلم د ختمولو لاره به دوام ولري
(last modified Thu, 21 Mar 2024 00:46:54 GMT )
Mar 21, 2024 05:16 Asia/Kabul
  • د صهیونیسټي رژیم د ستر ظلم د ختمولو لاره به دوام ولري

د ایران د اسلامي انقلاب معظم رهبر د غزې په دلدل کې د صهیونیسټي رژيم ډوبېدو او د صهیونیسټانو د جنایتونو د اصلي شریک په توګه له امریکې سره د ولسونو د نفرت زیاتېدو ته په اشارې سره وویل: د صهیونیسټي رژیم د ستر ظلم د ختمولو لاره به دوام ولري.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر پرون چهارشنبه د نوي لمریز کال په لومړۍ ورځ د نوروز په مناسبت د مختلفو طبقو له خلکو سره په کتنه کې، د تش په نامه متمدنې او د بشري حقونو ادعا کوونکې نړۍ د سترګو پر وړاندې د غزې د ترهګریزو پېښو او د څه دپاسه ۳۰ زره ښځو، ماشومانو، بوډاګانو او ځوانانو قتل عام، پر غربي نړۍ د ظلم او تیارو د حاکمیت د یوې نښې په توګه یاد کړلو او زیاته یې کړه: امریکایانو او اروپایانو نه یوازې دا چې د نیواکګر رژیم د جنایتونو مخه نه ده نیولې، بلکې له همغه لومړیو ورځو څخه یې اشغال شویو ځمکو ته په سفرونو سره، خپل ملاتړ اعلان کړ او د جنایتونو د دوام لپاره یې هر ډول وسلې او مرستې ورولېږلې.

Image Caption

 

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د مقاومت توان ښودنه په غزه کې د اوسنۍ جګړې بله نتیجه وبلله او ویې ویل: د مقاومت ځواک د امریکایانو محاسبه ګډه وډه کړه او دا یې وښودله چې امریکایان نه یوازې دا چې پر سیمې باندې تسلط نه شي کولای، بلکې حتی نشی کولای چې په سیمه کې پاتې شي او ناچاره دي چې له سیمې ووځي.

هغوی، ټولو ته د صهیونیسټي رژیم د کړکېچن او نازک حالت روښانه کېدل، د غزې د نورو پېښو حقیقت وباله او ویې ویل: صهیونیسټي رژیم د غزې جنګ ته په داخلېدو سره، په داسې لوبه کې راګیر شوی دی، که له غزې څخه ووځي او که نه ، ماته یې خوړلې ده.

حضرت آیت الله خامنه يي پر دې باندې په ټینګار سره چې د ایران اسلامي جمهوریت له مقاومت څخه ملاتړ او ستاینه کوي او هر څومره چې امکان لری ملاتړ یې کوي، وویل: خو دا په حقیقت کې خپله د مقاومت ډلې دي چې پخپله فیصله او اقدام کوي او په حقه هم دي.

د ایران د اسلامي انقلاب معظم رهبر د خپلې وینا په یوه بله برخه کې د ایران د اقتصاد د نسکورولو او د ملت په ګونډو کولو لپاره د امریکې او د هغې د متحدانو د بې وقفې او جدي هلو ځلو په یادونې سره وویل: د حق په ملاتړ سره دا هدف تر اوسه ناکامه شوی او له دې وروسته به هم د مسئولانو او ملت په سخت کار، جديت او ټینګ هوډ سره پوره نه شي.

ټیګونه