Jun 27, 2024 13:27 Asia/Kabul
  • د ایران او روسیې تر منځ د ستراتیژیکو همکاریو په لاره کې چټکتیا

په دې ورستیو کې د ایران او روسیې ترمنځه اړیکې او ستراتیژیکې همکارۍ ګړندۍ شوي دي. د روسیې د ګازپروم او د  ایران د ګاز ملي شرکت ترمنځ د ستراتیژیک تړون د لاسلیک مراسم، پرون د ایران د سرپرست ولسمشر محمد مخبر او د روسیې د ګازپروم شرکت پلاوي د مشر، الیکسي میلر په حضور کې ترسره شو.

محمد مخبر د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د ټلفوني تماس په ځواب کې، له روسیې څخه ایران ته د ګازو د انتقال په هکله د ګډ تفاهم لیک لاسلیکول، د دواړو هېوادونو د اړیکو د ژورتیا په لاره کې یو ستر ګام او د سيمې د اقتصادي پراختیا په لاره کې یو اغېزمن اقدام وباله او د دې په بیان سره چې د دغه پلان په عملي کېدو سره به، نه يوازې د دواړو هېوادونو اقتصادي ګټې، بلکې د ټولې سيمې ګټې به هم تامین شي، نوموړي د دغه هوکړه ليک په لاسليکولو کې، د روسيې د ولسمشر له هڅو قدرونه وکړه.

مخبر د دواړو هېوادونو ترمنځ د موافقې د اجرا په بهیر کې له پرمختګونو څخه د خوښۍ په څرګندولو سره، د خپلو ترمنځ ستراتیژیکې اړیکې د نه بدلېدا وړ وبللې او د تهران او مسکو د خبرواترو او د سیمه ایزو مسائلو په هکله یې د ګډو نظریو پر ارزښټ باندې په ټینګار سره هیله څرګنده کړې، چې دواړه هېوادونه په سیمه کې د ثبات لپاره د مطلوبو پایلو ترلاسه کولو ته ورسېږي.

په دې ټلفوني خبرو کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګازو د انتقال د ګډ ستراتیژیک تړون په لاسلیکولو خوښي څرګنده کړه او دغه تړون یې د دواړو هېوادونو د ګټو د خوندي کولو او د دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا په برخه کې یو ستر ګام وباله.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو د کچې لوړېدل د خوښۍ وړ وبلل. ولادمیر پوتین د دې په بیان سره چې د ایران اسلامي جمهوریت ثابته کړې چې له دغه هېواد سره دوه اړخیزه همکاري د کاغذ پر مخ نه ده پاتې شوې او عملي پړاو ته د رسېدو په حال کې ده، د دواړو هېوادونو ترمنځ د موافقو د پراختیا او تطبیق لپاره د شهید رئیسي د حکومت د جدیت قدرداني او د ایران ملت ته په راتلونکو ټاکنو کې د بریا او سرلوړی هیله وکړه.

د ایران د تیلو د وزیر په وینا، دغه موافقه د ایران د تیلو د ملي شرکت او د روسیې د ګازپروم شرکت ترمنځ د تېر کال د موافقې بل ګام دی، چې له مخې یې دغه موافقه د عملي کېدو په لور روانه ده او له دغه موافقې سره به د ایران د سوداګرۍ ونډه زیاتې شي.

په عین حال کې د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ویلي چې د ایران او روسیې ترمنځ د ګازو لویه موافقه د ترسره کېدو په حال کې ده، هغه موافقه چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مخکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د "بې ساري زیاتوالي" لامل بللې وه.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي، مسکو له ایران سره پر یوه ستر تړون د کار په حال کې دی. د زاخارووا دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال اندرې رودینکو د سه شنبې په ورځ وویل: مسکو په نږدې راتلونکي کې د همکارۍ د یوې موافقې تمه لري. هغه تړون چې د تړون متن تقریبا بشپړ شوی او وړاندوینه کوو چې په نږدې راتلونکي کې لاسلیک شي."

په دغو محرکاتو کې یو لړ متغیرات او تاریخي، سیاسي، نورمونه او نور شامل دي او پر هغو باندې تمرکز کولای شي چې د ایران او روسیې تر منځ د ستراتیژیک تړون د لاسلیکولو لپاره، د دواړو دولتونو د ارادې د پیاوړتیا سبب شي.

د ملي، سیمه ایزو او نړیوالو ګواښونو د سرچینو په اړه د ایران او روسیې ګډ نظرونه، له هغې ډلې داسې ګواښونه لکه: د امریکا یو اړخیزتوب، له نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه، د امریکا تسلط غوښتنې او د لوېدیځو قدرتونو په بهرني سیاست کې دوه ګوني معیارونه، د ایران اسلامي جمهوریت او د روسیې فدرالي حکومت لپاره، د اوږدې مودې ستراتیژیک تړون د لاسلیک کولو په لور د تګ دروازه پرانیستې ده.

ټیګونه