په نړیوالو سیالیو کې د ایران د ځوانو غیږ نیوونکو دویم مقام
(last modified Mon, 26 Aug 2024 12:04:32 GMT )
Aug 26, 2024 16:34 Asia/Kabul
  • په نړیوالو سیالیو کې د ایران د ځوانو غیږ نیوونکو دویم مقام

پارس تودي- د ایران د ځوانانو د غیږ نیونې خپلواکه لوبډله د ۶ مډالونو په ګټلو سره په دغه لوبه کې د نړۍ دویم مقام خپل کړ.

د غیږ نیونې نړیوال جام د اردن په پلازمېنه امان کې ترسره شو.

د پارس ټودي د خبر له مخې؛ د ایران د ځوانانو د غیږ نیونې خپلواکه لوبډله د ۱۳۲ نمرو په لرلو سره د نړۍ دویم مقام خپل کړ.

د ایران د ځوانانو د غیږ نیونې په ازاده سیالۍ کې «ابوالفضل شمسپور» په ۷۱ کیلو ګرامه وزن کې او «رضا افشار» په ۸۰ کیلو ګرامه وزن کې د سرو زرو مډالونه، امیر عباس رمضاني په ۴۵ کیلو ګرامه وزن کې او امیر عباس علیزاده په ۴۸ کیلو ګرامه وزن کې د سرو زرو مډالونه وګټل.

دغه راز امیر رضا علیپور په ۹۲ کیلو ګرامه وزن کې د سپینو زرو او ابوالفضل محمد نژاد په ۱۱۰ کیلوګرامه وزن کې د برونزو مډالونه وګټل.

 

 

 

ټیګونه