سعودی د منا د شهیدانو د دیې په ادا کولو کښې هم هغه شان خنډونه رامنځته کوی
د ایران د حج او زیاراتو د ادارې مشر وویل، سعودی د منا د شهیدانو د دیې په ادا کولو کښې هم هغه شان خنډونه اچوی.
سعید اوحدی نن د ایران په اردبیل ښار کښې له فارس خبری اژانس سره په مرکه کښې وویل، سعودی په ټولې نااهلۍ او بې کفایتې سره سږ کال د تمتع له حج څخه مخنیوے وکړ او تر اوسه د عمرې ادائیګی هم د ابهام په تیرو کښې ده.
د ایران د حج او زیاراتو د ادارې مشر وویل، سعودی د منا د شهیدانو د دیې په زمینه کښې لږه شان ملګرتیا هم نه کوی او نه یوازې دیه نه ادا کوی بلکه د ایران له اسلامی جمهوریت نه بغېر یې د زیاترو هېوادونو شهیدان دغو هېوادونو ته نه دی ستانه کړی او په دې لړ کښې هم هغه شان خنډونه رامنځته کوی.
اوحدی تاکید وکړ چې د حج په مناسکو کښې د اسلامی جمهوریت عزت او عظمت بایدوساتل شی او ایران په هیڅ وجه د حج په مناسکو کښې ذلت ته غاړه نه ایږدی. او تر څو چې د منا د شهیدانو د دیې د ادا کولو په اړه څه خاص کار تر سره نه شی ایران به د عمرې د ادا کولولپاره څه پروګرام ونه لری.