په انتخاباتو کښې د خلکو پراخ شتون د معظم رهبر سپارښتنه ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i45654-په_انتخاباتو_کښې_د_خلکو_پراخ_شتون_د_معظم_رهبر_سپارښتنه_ده
په رایه ورکونه کښې د خلکو زیات نه زیات ګډون د اسلامي انقلاب د معظم رهبر سپارښتنه ده.
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Apr 21, 2017 01:15 Asia/Kabul
  • په انتخاباتو کښې د خلکو پراخ شتون د معظم رهبر سپارښتنه ده

په رایه ورکونه کښې د خلکو زیات نه زیات ګډون د اسلامي انقلاب د معظم رهبر سپارښتنه ده.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر انتخابات د ایران د ویاړ، د دوستانو د خوشالۍ او د دښمنانو د نهیلۍ زمینه وبلل او ټینګار یې وکړ: په رایه ورکونه کښې د خلکو زیات نه زیات ګډون د اسلامي انقلاب د معظم رهبر سپارښتنه ده.

ولسمشر حسن روحاني پرون مازیګر د ایران د سویل د فارس ولایت د ځوانانو او پوهانو په غونډه کښې په ایران کښې راتلونکو ټولټاکنو ته په اشارې سره څرګنده کړه: په انتخاباتو کښې د ایرانیانو پراخ ګډون په نړۍ او تاریخ کښې د ایران د ویاړ سبب ګرځي.

د اسلامي ایران ولسمشر په دې خبرې سره چې د اسلامي انقلاب معظم رهبر روان ۱۳۹۶ کال پرځاې د مقاومتي اقتصاد، تولید او اشتغال کال نومولی دی، وویل: ایران باید له نړۍ سره تجارت وکړي او د خپل هدف بازارونو ته ورسیږي.