په انتخاباتو کښې د خلکو پراخ ګډون د دښمنانو دسیسې شنډوی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i45780-په_انتخاباتو_کښې_د_خلکو_پراخ_ګډون_د_دښمنانو_دسیسې_شنډوی
د ایران د اسلامی شورا مشر په دې خبرې سره چې ټولټاکنې یوه حساسه او مبارکه چاره ده، ټینګار وکړ: په انتخاباتو کښې د خلکو پراخ ګډون د دښمنانو د دسیسې د ماتې سبب کیږی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 22, 2017 16:19 Asia/Kabul
  • په انتخاباتو کښې د خلکو پراخ ګډون د دښمنانو دسیسې شنډوی

د ایران د اسلامی شورا مشر په دې خبرې سره چې ټولټاکنې یوه حساسه او مبارکه چاره ده، ټینګار وکړ: په انتخاباتو کښې د خلکو پراخ ګډون د دښمنانو د دسیسې د ماتې سبب کیږی.

د ایرنا د خبر له مخې علی لاریجانی نن په تهران کښې د ایران د پولیسو د قومندانانو، مشرانو او مدیرانو په ۲۲ سراسری غونډه کښې څرګنده کړه: په ټولټاکنو کښې د خلکو ګډون د ایران د اسلامی جمهوری نظام اساسی ملاتړی دی.

لاریجانی په انتخاباتو کښې د خلکو ولوله ناک شتون مهم وباله او زیاته یې کړه چې د ایران پولیس ځواکونه د انتخاباتو خوندی کونکی رکن دی.

هغه په وروستیو کلونو کښې د ایران د پولیسو د کړچار په مثبت بللو سره څرګنده کړه: ایران د مینځنی ختیځ په کړکیچنه سیمه کښې پایداره امنیت لری چې دا په هیواد کښې د امنیت ساتونکو برخو د هلوځلو برکت دی.