په انتخاباتو کښې دخلکو پراخ ګډون ضروری دی .
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i45894-په_انتخاباتو_کښې_دخلکو_پراخ_ګډون_ضروری_دی_.
ایرنا خبری اژانس وایی دایران د اسلامی جمهوریت د وسله والوځواکونو د قوماندان سلاکار سعید فرجیان زاده بیګا وویل په انتخاباتو کښې د خلکو پراخ ګډون دایران سیمه ایز ،نړیوال او ملی قدرت نندارې ته وړاندې کوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 24, 2017 01:30 Asia/Kabul
  • دښمانانو نن سبا خپل ټول توان دایران اقتصاد ته دګوزار د ورکولو لپاره په کار اچولی دی .
    دښمانانو نن سبا خپل ټول توان دایران اقتصاد ته دګوزار د ورکولو لپاره په کار اچولی دی .

ایرنا خبری اژانس وایی دایران د اسلامی جمهوریت د وسله والوځواکونو د قوماندان سلاکار سعید فرجیان زاده بیګا وویل په انتخاباتو کښې د خلکو پراخ ګډون دایران سیمه ایز ،نړیوال او ملی قدرت نندارې ته وړاندې کوی .

هغه وویل دایران خلک دولسمشرۍ او دښار او دکلیو دشوراګانو انتخابات مخ ته لری او د رایو په مرکزونو کښې په پراخ او خبر شتون سره به ددښمانانو دسیسې شنډې او هغوې به  ناهیلی کړی .

 دایران دغه پوځی چارواکی دهیواد ټول خلک په انتخاباتو کښې پراخ او ولوله ناک ګډون ته وروبلل او ویې ویل دښمانانو نن سبا خپل ټول توان دایران اقتصاد ته دګوزار د ورکولو لپاره په کار اچولی دی .