د ایران ولسمشریزې ټاکنې د نړۍ په ۱۰۲ هیوادونو کښې ترسره کیږي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i45946-د_ایران_ولسمشریزې_ټاکنې_د_نړۍ_په_۱۰۲_هیوادونو_کښې_ترسره_کیږي
د ایران د انتخاباتو د کمیټې منشي وویل: د ایران د ولسمشریزو انتخاباتو دولسم پړاو د نړۍ په ۱۰۲ هیوادونو کښې د ایران په ۱۳۱ نمایندګیو او د رایه اخیستنې په ۲۶۹ مرکزونو کښې ترسره کیږي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 24, 2017 11:56 Asia/Kabul
  • د ایران ولسمشریزې ټاکنې د نړۍ په ۱۰۲ هیوادونو کښې ترسره کیږي

د ایران د انتخاباتو د کمیټې منشي وویل: د ایران د ولسمشریزو انتخاباتو دولسم پړاو د نړۍ په ۱۰۲ هیوادونو کښې د ایران په ۱۳۱ نمایندګیو او د رایه اخیستنې په ۲۶۹ مرکزونو کښې ترسره کیږي.

علي پورعلي مطلق زیاته کړه: د ایران د ولسمشریزو انتخاباتو په ترسره کیدو پورې اړوند ټول ضروریات په دغو هیوادونو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت نمایندګیو ته استول شوي دي.

د ایران د ولسمشرۍ د دولسم پړاو ټاکنې د روان کال د مۍ د میاشتې په ۱۹ نیټه ترسره کیدونکې دي.