دایران ولسمشر دنهو هیوادونو مشرانوته مبارکی وویله
زمونږ خبریال وایی داسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی بیګا د نوروز اختر په مناسبت په جلاجلا پیغامونو کښې د افغانستان، تاجیکستان، پاکستان، اذربایجان جمهوریت ، ترکمنستان، ارمنستان ، ترکیې ، قزاقستان او د ازبکستان مشرانو ته مبارکی وویله .
دایران ولسمشر په جلا جلا پیغامونو کښې دسیمې دنهو(۹) هیوادونو چې نوروز جشن لمانځی مشرانو ته په جلا جلا پیغامونو کښې په دې خبرې سره چې نوروز د تمدن د حوزی د نامتو مخکښانو له بډایه کلتور،تمدن اوتفکر او خوشحالۍ یوه ډکه پیښه ده جوته کړه دسپرلی موسم او نوروز اختر په رنګ او عطر سره راځی چې د دوستۍ او د سولې زیری ورکونکی او دطبیعت د ژوند د تازه کیدا او د تاندوالی او ښکلا پیغام راوړونکی ووسی .
دایران ولسمشر هیله وکړه چې د سپرلی په راتلو سره نړی د ټولو انسانانو په تیره بیا د سیمې د خلکو لپاره له پیوستون ، د قومی او مذهبی اختلافاتو په ختمیدا او له هرډول جنګ ، سرزورۍ او تاوتریخوالی څخه لیرې او له ارامښت سره یوځاې وی .
دایران ولسمشر د افغانستان ، تاجیکستان ، پاکستان، اذربایجان جمهوریت ، ترکمنستان ، ارمنستان ، ترکیې ، قزاقستان، ازبکستان دخلکو لپاره له بریالیتوب څخه دډک کال ارزو وکړه .
دایران ولسمشر دغه راز بیګا داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای ته په ټیلی فون کولو سره د ۱۳۹۷ هجری لمریز کال مبارکی وویله .
دایران ولسمشر د نوی کال د مبارکۍ او د اسلامی انقلاب د ستر لارښود ژوند د ډیریدا او دسلامتیا د ارزو په ترڅ کښې ټینګار وکړ دایران حکومت د مشر تابه دستر مقام د لارښونو د اجرا لپاره خپل ټول توان کارولی دی او په دې ډګر کښې هوډمن دی .
د ایران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای هم دایران ستر ملت او ولسمشر ته دنوی کال دمبارکۍ په ترڅ کښې د حکومت دډیر خدمت کولو د بریالیتوب ارزو وکړه .