پاکستان دې دپوله ساتونکودبرمتګروترهه ګرودنیولولپاره جدی هڅه وکړی
(last modified Sat, 20 Oct 2018 10:29:32 GMT )
Oct 20, 2018 14:59 Asia/Kabul
  • پاکستان دې دپوله ساتونکودبرمتګروترهه ګرودنیولولپاره جدی هڅه وکړی

دپاکستان دپوځ عمومی قوماندان هم د ایران دسرحدی ځواک د مامورانو په برمته کیدا دخواشینۍ په څرګندولو او د ترهه ګرو د تعقیبونې او د ترهه ګرو ډلګیو د ورانکارو د نیولو لپاره دپاکستان دپوځ داقداماتو په توضیح سره هیله ښودلې ، دپاکستان پوځ او امنیتی ځواک اقدامات ،د تښتول شوو پوله ساتونکو د خوشی کیدا او د ترهه ګرو د زرترزره د نیولو لامل شی .

 زمونږخبریال راپورارکړ  د  ایران داسلامی جمهوریت دپوځ لوی درستیز سردار محمد باقری  نن  دپاکستان  دپوځ له عمومی قوماندان جنرال قمر جاوید باجوه سره په ټیلیفونی تماس کې پر هغه غږ کړی ،دګډو پولو د امنیت دساتلو لپاره ،  دایران او پاکستان  دپوځونو ترمینځ د  دوو اړخیزو موافقو په اساس  ، اسلامی ایران تمه لری،  دپاکستان پوځ  دلازمو تمهیداتو په غوره کولو سره  د  ایران دبرمته شوو  پوله ساتونکو او مامورانو  د خوشی کولو  لپاره په لنډ   وخت کې جدی هڅه وکړی .   سردار باقری  همدرااز  د ترهه ګرو اواشرارو  د خوځښتونو د مخنیوی  او په ګډو پولو کې  دامنیت د پیاوړتیا او ثبتیدا لپاهر  په دغو سیمو کې  دپآکستان د  لازیات  سرحدی او پوځی ځواک پر دیره کیدا او شتون  ټینګار وکړ.

ټیګونه