دپاکستان حکومت هڅه کوی برمته شوی ایرانی پوله ساتی زرترزره خوشی شی
(last modified Thu, 24 Jan 2019 09:32:12 GMT )
Jan 24, 2019 14:02 Asia/Kabul
  •   دپاکستان حکومت هڅه کوی برمته شوی ایرانی  پوله ساتی زرترزره خوشی شی

داسلامی ایران دپوله ساتی ځواک قوماندان وئیلی دی،دایران اوپاکستان کابو زر کلومیټری وچې پولې ته په پام سره په بیلابیلو سویو د دواړو هیوادونو ترمینځ ښه تعامل ټینګ شوی دی،خو ددغه هیواد بلوچستان صوبې پر درستو سیمو د دغه هیواد دحکومت برلاسه کیدا ډیره کمزوری ده .

ایرناخبری آژانس راپورورکړ  د اسلامی ایران  دپوله ساتی ځواک قوماندان  سردار تورن جنرال  قاسم رضائی   نن  دایران به جنوب بوشهر ولایت کې  د پوله ساتی ځواک  دقوماندانانو  په ټول کې  ددې خبرې په کولو سره چې   دپاکستان په پولې کې  د ترهه ګرو ډلو په لاس    برمته شوی  ایرانی پوله ساتونکی  روغ رمټ دی ، زیاته کړې ،   دایران دپولیسو   خورا مهمه اندیښنه د تښتول شوو پوله ساتونکو خوشی کول دی ، خو  تر دې دمه  د ترهه ګرو ډلو له خوا ئې کو م ځواب نه دی ترلاسه کړی .

  داسلامی ایران دپوله ساتی ځواک قوماندان وئیلی دی ،  دایران اوپاکستان   کابو زر کلومیټری وچې پولې ته په پام سره    په بیلابیلو سویو  د دواړو  هیوادونو ترمینځ  ښه تعامل  ټینګ شوی دی ،  خو  د دغه هیواد بلوچستان صوبې پر درستو سیمو د دغه هیواد دحکومت   برلاسه کیدا ډیره  کمزوری ده .

 سردار رضائی  همدرااز دپاکستان   په بلوچستان صوبې کې   دخپل اشرافیّت  دلوړتیا لپاره د  پاکستان دحکومت هڅې ته په اشارې سره ټینګار کړی ،په پولوکې د ترهه ګرو ډلواقدامات ددواړو هیوادونو دملتونو او حکومتونو لپاره خوښ نه دی .

 د تیر کال داکتوبر په پنځلسمه نیټه،دولس ایرانی پوله ساتونکی چې   دایران په جنوب ختیځ کې  دمرجاوې سیمې په پولې کې  دیره وو،  د ترهه ګرو ډلګیو  او انقلاب ضد عناصرو په  لاس تښتول شوی او دپاکستان خاورې ته منتقل کړائ شوی دی،چې له دې وروسته د ا یران او پاکستان دحکومتونو په مشورو اوهلوځلو سره  له هغوی پنځه پوله ساتونکی خوشی  او ایران ته بیرته ستانه شوی دی .  

 

ټیګونه