Dec 23, 2020 13:48 Asia/Kabul
  • په ایران کې د مین د خطراتو په هکله ۱۸۳ زرو افغان کډوالو ته زدکړي ورکول شوې

په ایران کې د تایباد د ولسوالی د سره میاشت مشر وویل: په تېرو اتو میاشتو کې کابو ۱۸۳ زره افغان کډوال د دوغارون له باډر څخه د وتلو پر مهال د مینونو د خطراتو په هکله زدکړي تر لاسه کړي.

د تایباد د سره میاشت د ټولنې مشر هادی رمضانی د مینونو د خطرو د خبرتیا په مرکز کې د څلورو زرو کلاسونو جوړېدو ته په اشارې سره وویل: کابو هره ورځ ۷۰۰ افغان کډوال د مینونو د خطرو په هکله معلومات تر لاسه کوي.

هغه زیاته کړه افغان کډوالو ته د سره میاشت په مراکزو کې د ډول ډول مینونو د تشخیص، نه چاودېدلي ګولۍ، د ټپیانو سره د مرستي، د رنګونو، نښو او لوحو د پېژاند په هکله زده کړي ورکول کیږي.

د تایباد د سره میاشت د ټولنې مشر وویل: د افغانستان د مینونو له مرکز د راپور سره سم، د ۲۰۰۵ میلادي کال را په دې خوا د میاشتي ۱۷۲ افغان وګړي د مینونو د چاودنې د امله وژل کیږي خو د یادو زدکړو وروسته دغي شمېرني ۴۰ تنو ته راکمي شوي دي.

رمضانی څرګنده کړه چي افغان کډوالو ته د دوغارون له باډره د وتلو پر مهال ځینې روغتیایي ټوکي منجمله ۲۰۰ زره ماسکونه او ۷۳ زره د عفونی ضد مواد هم وېشل شوي دي.

 

ټیګونه