دښمنان دي د سخت غچ په تمه وي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i95145-دښمنان_دي_د_سخت_غچ_په_تمه_وي
د ایران د قضایي قوې مشر د سردار شهید سلیماني په کلیزه کې ویلي چي دښمنان دي د سخت غچ اخیستنې په تمه کې وي ځکه چي د مقاومت ځواکونه به د دې غچ وخت او ځای په ډاګه کړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 01, 2021 12:32 Asia/Kabul
  • دښمنان دي د سخت غچ په تمه وي

د ایران د قضایي قوې مشر د سردار شهید سلیماني په کلیزه کې ویلي چي دښمنان دي د سخت غچ اخیستنې په تمه کې وي ځکه چي د مقاومت ځواکونه به د دې غچ وخت او ځای په ډاګه کړي.

نن د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس د ځواکونو د قومندان شهید سردار قاسم سلیماني کلیزه د تهران په پوهنتون کې ولمانځل شوه چي د اسلامي انقلاب او د محور د مقاومت جګپورو چارواکو په کښې ویناوې وکړې.

د ایران د قضایي قوې مشر ابراهیم رئیسي وویل چي د دې جنایت عاملان تر هغه چي د ځمکې پر مخ وي به د امنیت احساس و نه کړي او د هغوی لپاره به ژوند ډېر سخت وي.

هغه زیاته کړه: دښمن دي زموږ د غچ اخیستنې په تمه ووسي، د مقاومت د محور ځواکونه د دې غچ ځای او وخت ټاکي ځکه چي د خپلو شهیدانو له وینې نه تیریږي.

د عراق د حشد الشعبي د ځواکونو مشر فالح الفیاض هم چي په دې مراسمو کې ګډون درلود وویل: د شهید سلیماني تر ټرور وروسته په عراق کې حالات بدل شوي، د عراق ولس سمه لاره موندلې چي تر ټولو مهم یې د فلسطین په مساله کې له دغه مظلوم ولس څخه ملاتړ دی.

د فلسطین د اسلامي جهاد د غورځنګ سرمنشی زیاد النخاله هم په دغه مراسمو کې د غزې په ترانګه کې د شهید سلیماني  هڅو ته په اشارې سره وویل: شهید سلیماني په دې خاطر ټرور شو چي په سیمه کې د صهیونیستي رژیم او د امریکا د شومو موخو په وړاندې ستر خنډ و او تل یې له قدس شریف او فلسطین څخه ملاتړ کاوه.

په تهران کې د یمن سفیر ابراهیم محمد الدیلمي هم په دې مراسمو کې یادونه وکړه چي په سیمه کې د صهیونیستي رژېم او امریکا په وړاندې د مقاومت د محور ستنه وه.

د سوریې لوی مفتی شیخ احمد بدرالدین حسون د دې په بیانولو سره چي هیڅه ستونزه د شهید سلیمانی او د هغه د یارانو د جهاد په مخ کې خنډ نه شوای رامینځ ته کولای وویل: شهید سلیمانی او المهندس د مقاومت د لاري رسم کوونکي وه.