Aug 07, 2022 05:24 Asia/Kabul
  • د خیبرپښتونخوا د اسمبلۍ په غړي باندې په برید کې ۶ تنه وژل شوي

د تحريک انصاف د صوبايي اسمبلۍ د غړي ملک لياقت په ګاډي پرون ډزې وشوې چې په نتيجه کې یې شپږ کسان مړه او څلور ژوبل شوي دي۔

د تاند خبري سایټ د خبریال د تفصيلاتو له مخې، په کوز دير کې د تحريک انصاف صوبائي اسمبلي غړي ملک لياقت علي باندي قاتلانه حمله شوې چي پکې د پوليس او ليويز ملیشو په شمول شپږ کسان وژل شوي دي۔

په پېښه کې د پاکستان تحريک انصاف د خیبرپشتونخوا غړی ملک لياقت هم ژوبل شوی دی.

د راپورونو له مخې په بريد کې د ايم پي اے ملک لياقت ورور جهان عالم او وراره ياسر  وژل شوي، په وژل شویو کې پوليس افسر نصير او د ليويز افسر بادشاه هم شامل دي.

د پوليسو په وینا، په ډزو کې ژوبل شوي کسان د سيمې روغتون ته رسول شوي او د پيښور ايم پي اے ملک لياقت علي د حالت د خرابيدو له امله پيښور ته رسول شوى دى.

د خیبرپښتونخوا اعلي وزیر محمود خان په ملک لياقت خان باندې د قاتلانه بريد ته غبرګون ښودلې او د آئي جي څخه يې رپورټ غوښتی او د ملزمانو د نیولو لپاره یې د فوري اقدام امر کړی دی۔

 

ټیګونه