Oct 29, 2022 13:39 Asia/Kabul
  • د ایراني قاري په شتون سره په پاکستان کې له قرآن سره د انس نړیوال محفل جوړشو

ددغه شان قرآني محفلونو ترسره کیدا د شیعه اوسني  وروڼو داتحاد او یوزړتوب لپاره یو مهم ګام دی او قرآن کریم  د بین المسلمین د وحدت اصلی چورلیز دی.

ایرناخبری آژانس راپور ورکړ، د ایران د اسلامی جمهوریت پشمول له شپږو هیوادونو څخه دنړیوالو قاریانو په شتون سره له قرآن سره د انس معنوي دستورې دپاکستان دخیبر پختون خواه صوبې په مرکز پيښور کې د ا یران  دکلتوري خونې په اهتمام سره ترسره شوې.

په راپور کې وئيل شوي دي  په دغه وحدت رامینځةکونکو  دسورو کې د حضرت ا مام رضا علیه السلام د سپيڅلی حرم  نړیوال قاری استاد رضائيد عراق، بنګله دیش،افغانستان،مصر او فیلیپین دقاریانو ترڅنګ دایران دکلتوري خونې  دامام خمیني  دغونډو په هال کې ګډون وکړ.

 په دغو دستورو کې په پیښو کې د ایران  دکلتوري خونې مشر مهران سکندري او دایران سرکنسول حمیدر ضاقمي  په دغه محفل کې دګډون کونکو قاریانو په تیره بیا د ایراني قاري تود هرکلی وکړ.

دغه دستورې د پاکستان له مختلفو ښارونو څخه له قرآنی فرهنګ سره  دمینه والو ،داسلامی مذهبونو د زیات شمیر عالمانو  په شتون سره ترسره شوې او د ایران نړیوال قاري علی رضا رضائي د قرآئت په زړه پورې  غږ سره  معنوی فضا له انګازو ډکه شوه.

د دستورو په پاي کې د ایران د کلتوري خونې مشر سکندریان ، د شهیدعارف الحسینی دینی مدرسې مرستیال  علامه عابد حسین شاکري پخپلو جلاجلا ویناؤ کې  د مسلمانانو ترمینځ  په وحدت او یووالي باندې په ټينګار سره  ووئیل، ددغه شان قرآني محفلونو ترسره کیدا د شیعه اوسني  وروڼو داتحاد او یوزړتوب لپاره یو مهم ګام دی او قرآن کریم  د بین المسلمین د وحدت اصلی چورلیز دی.

 

ټیګونه