د تیلو د بیې له زیاتیدو وروسته د پاکستان حالات کړکیچن دي
د پاکستان جماعتِ اسلامي د تیلي محصولاتو د بیې له زیاتیدو وروسته حکومت په سراسري اعتراضاتو وګواښه.
د پاکستان جماعتِ اسلامي د تیلي محصولاتو د بیې له زیاتیدو وروسته حکومت په سراسري اعتراضاتو وګواښه.
د پاکستان جماعتِ اسلامي پرون د دغه هیواد عبوري حکومت د پاکستان د ډیموکراټیک غورځنګ د حکومت (پي، ډي، ایم) په لاره روان وباله او د سونګو د قیمتونو او همداشان د ګرانۍ له سخت زیاتوالي سره په مخالفت کښې یې نن د سراسري مظاهرو د کولو خبر ورکړ.
په کراچۍ کښې د جماعتِ اسلامي غورځنګ مشر حافظ نعیم رحمان وویل: پلان شوې مظاهرې به ډیرې بل شان ترسره شي.
هغه په خپلو څرګندونو کښې د کراچۍ له خلکو وغوښتل چې د جماعتِ اسلامي ګوند په مظاهرو کښې ملګري شي.
حافظ نعیم رحمان د ډالر د بیې ټیټیدل او ورته مهال د تیلو او بریښنا د قیمت زیاتیدل بیخي غیرمنطقي وبلل او ویې ویل: لنډمهاله حکومت په تیرې یوې میاشتې کښې د تیلي محصولاتو قیمت په دریم ځل زیات کړ.