پاکستان کې د عوامي نېشنل ګوند مرکزي غړی کاسي ووژل شو
Sep 20, 2023 04:58 Asia/Kabul
د عوامي نېشنل ګوند د مرکزي کمېټۍ غړی ارباب غلام کاسي په کوېټه کې د نامعلومو وسله والو لخوا و وژل شو.
د پژواک خبري آژانس د خبر له مخې، د دغه ګوند رهبر اسفندیار ولي خان پر اېکس شبکه کې لیکلي چې کاسي د سه شنبې په ورځ تر غرمې وروسته د بلوچستان صوبې مرکز کویټې ښار ته څېرمه په کچلاغ سړک کې د هدفي وژنو په ترڅ کې وژل شوی دی.
هغه زیاته کړې چې نوموړی یو سوله دوست انسان او د ګوند مهم غړی وو.
اسنفدیارولي خان ویلي چې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان صوبو کې ترهګري یو ځل بیا زیاته شوې خو حکومت جدی اقدامات نه کوي.
د بلوچستان پولیسو رسنیو ته د هغه وژنه تایید کړې او ویلي چې په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.
د یادونې وړ ده چې تر دې مخکې هم د تحریک طالبان پاکستان لخوا د عوامي نېشنل ګوند ګڼ شمېر مشران او غړي وژل شوي دي.