روان کال به له پاکستان څخه نږدې نیم میلیون افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شي
Feb 13, 2024 12:17 Asia/Kabul
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا پر خپله ویبپاڼه کې ویلي، چې په ۲۰۲۴ کال کې به نږدې نیم میلیون افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شي، چې په سلو کې ۹۸ به یې بشري مرستو ته اړتیا ولري.
د اوچا د معلوماتو له مخې، د تېر ۲۰۲۳ کال په وروستۍ ربع کې نږدې نیم میلیون بې اسناده افغانان د پاکستان د حکومت د نوې پالیسۍ په اساس په جبري ډول خپل هېواد ته استول شوي دي.
اوچا په بیانیه کې زیاته کړې چې اوس مهال ۶،۳ میلیونه افغانان د اوږدمهال لپاره بېځایه شوي، چې په دوی کې ډېرو یوه لسیزه مخکې خپل کورونه پریښي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان د بېځایه شویو خلکو د شمېر له پلوه، په سویلي آسیا کې لومړی او په ټوله نړۍ کې دویم ځای لري.