په پاکستان کې د ترهه ګرو او امنیتی مامورانو په اخ وډب کې ۳۵کسان وژل شوي
(last modified Tue, 27 Aug 2024 02:37:06 GMT )
Aug 27, 2024 07:07 Asia/Kabul
  • په پاکستان کې د ترهه ګرو او امنیتی مامورانو په اخ وډب کې ۳۵کسان وژل شوي

له تیرو دوو ورځو را هسې په بلوچستان صوبې کې  ترهه ګرو اوبیلتون غواړو ډلوټپلو  په مختلفو سیمو کې  د سړکونو په بندولو سره  یوشمیر کسان په بوږنونکي ډول وژلي  او دغه راز ئې دعامو خلکو ګاډو ته اورونه هم اچولي دي.

زمونږخبریال  د دنیانیوز له قوله راپور راکړ،د پاکستان د پوځ ائي ایس پي آر ادارې  په یوې وروستۍ اعلامیې کې  وئیلي دي ، ددغه هیواد امنیتی ځواک په مختلفو  عملیاتو کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۱ ترهه ګر هلاک کړي  چې په دغو عملیاتو کې ۱۴ امنیتي مامورانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ددغې اعلامیې په اساس د ۲۵ او ۲۶ نیټې په شپه  ترهه ګروپه بلوچستان صوبې کې یو شمیر اړئ ګړئ جوړې کړي چې  موخه ئې د دښمنانو  په اشارې سره  په بلوچستان کې بې ثباتي او ناکراری رامینځةکول او د پراختیا مخه نیولل وو.  په موسی خیلو ،قلات  او لسبیله  سیمو کې یوشمیر ښاریز شهیدان شوي دی  او ترهه ګرو  د  بسونو په درولو سره  له پیژندګلوۍ وروسته  عام معصوم ښاریز چارماري کړي دي. چې امنیتی ځواک له اطلاع ترلاسه کولو وروسته سملاسي لاس په کار شوي او د ترهه ګرو او شر غواړو سپیرۀنیتونه ئې ناکام کړي دي

په دغې اعلامیې کې راغلی دي  د امنیتي  ځواک او پوځ په ګډو عملیاتو کې  ۲۱ترهه ګر هلاک شوي دي  چې په دغو عملیاتو کې ۱۴ مامورانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په داعلامیې کې وئیل شوي دي ، ترهه ګر به هیڅکله هم په دغو سپیرو اقداماتو سره د پوځ او امنیتی ځواکونو حوصلې او انګیزې  کمې نه کړي او په درست هیواد کې به په ترهه ګرو دایره نوره هم تنګه شي او دوي ته به دپټیدا ځاي هم نه وي.

داپه داسې حال کې دی چې  خبرونه ددې ښودنه کوي ،له تیرو دوو ورځو را هسې په بلوچستان صوبې کې  ترهه ګرو اوبیلتون غواړو ډلوټپلو  په مختلفو سیمو کې  د سړکونو په بندولو سره  یوشمیر کسان په بوږنونکي ډول وژلي  او دغه راز ئې دعامو خلکو ګاډو ته اورونه هم اچولي دي.

 

ټیګونه