یو پاکستانی اهل سنت عالم،امام خامنه اي د اسلامی امت حقیقي رهبر وباله
(last modified Sat, 12 Oct 2024 11:10:06 GMT )
Oct 12, 2024 15:40 Asia/Kabul
  • یو پاکستانی اهل سنت عالم،امام خامنه اي د اسلامی امت حقیقي رهبر وباله

پارس ټوډې -  د پاکستان د اهل تسنن لوي دینی عالم د هغه بهیر په قدرونې اوستاینې سره چې  د اسلامی انقلاب خدای بخښلی بنسټګر حضرت امام خمیني  په رهبرۍ کې رامینځةشوی روښانه کړه، امریکا څه دپاسه څلویښت کلونه کیږي چې هڅه کوي، ایران کمزوری کړی،خو  له بندیونو اودباؤنو سره سره ایرن  ورځ تربلې لاقدرتمند کیږي، ځکه چې پر خداي ئې توکّل کړی دی.

پارس ټوډې -   د پاکستان د جماعت اسلامی یوه لوړپوړي مشر معراج الهدی صدیقي  د پاکستان د کراچۍ په پوهنتون کې  په یوه سمینار کې پخپلې وینا کې  په دې خبرې په ټينګار سره چې امام خامنه اي د اسلامی امت حقیقي  رهبر دی روښانه کړه ، هرڅوک  غواړي ، له طاغوت سره وجنګیږي،نو باید د آيت  ا... له لښکر او ځواک سره یوځاي شي.

پارس ټوډې راپور ورکړی،معراج الهدی صدیقي  د کراچۍ په پوهنتون کې په یوه سمینار کې په فلسطین کې  د روانې نسل وژنې مسئول اسرائيلی رژیم وباله او زیاته ئې کړه ، شهید اسماعیل هنیّه او شهید سید حسن نصر ا... ځانونه  له اسلامی امته قربان کړي دي.

هغه په دوام کې په دې خبرې په ټينګار سره  چې د اسرائيلو جنګي لیونتوب  د نړۍ لپاره په یوه ستر ګواښ بدل شوی دی ووئيل؛مونږ د خداي د لښکر ترڅنګ یوو.

 د پاکستان د اهل تسنن دغه لوي دینی عالم  په پاي کې  د هغه بهیر په قدرونې اوستاینې سره  چې  د اسلامی انقلاب خدای بخښلی بنسټګر  حضرت امام خمیني  په رهبرۍ کې رامینځةشوی روښانه کړه،  امریکا څه دپاسه څلویښت کلونه کیږي چې هڅه کوي، ایران کمزوری کړی ،خو  له بندیونو اودباؤنو سره سره ایرن  ورځ تربلې لاقدرتمند کیږي، ځکه چې پر خداي ئې توکّل کړی دی.

 

ټیګونه