د پاکستان مجلس وحدت مسلمین د آل سعود او آل خلیفه تیري وغندل
د پاکستان مجلس وحدت مسلمین د یمن او بحرین د مسلمانانو خلاف د آل سعود او آل خلیفه تیري وغندل.
د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین ویاند پرون په کراچۍ کښې د یمن او بحرین د مسلمانانو په وژله کښې د آل سعود او آل خلیفه واکمنانو د پراخو حملو په وړاندې د نواز شریف د حکومت په چپتیا او بې تفاوتۍ باندې په نیوکې سره له اسلام آباده وغوښتل چې په دې لړ کښې غبرګون وښئي.
علامه مختار امامي همداشان زیاته کړه: نړیوالو ټولنو او د بشري حقوقو سازمانونو له آل سعود او آل خلیفه څخه د امریکې د ملاتړ په وجه د عربستان او بحرین د واکمنانو د تیریو په په وړاندې خوله ګنډلې ده.
د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین ویاند وویل چې د بحرین او یمن خلکو د خپلو حقوقو د پوره کیدو لپاره مظاهرې کوي خو آل سعود او آل خلیفه رژیمونه یې ځپي خو دا ډول ځپنې او وژلې په یمن، بحرین او عربستان کښې د ظالمو واکمنانو خلاف ولسي خوځښتونه نه شي بندولی.