دپنجاب صوبائی حکومت د ناصرعباس شیرازی دبرمتګرۍمسئول دی
(last modified Thu, 02 Nov 2017 10:59:02 GMT )
Nov 02, 2017 15:29 Asia/Kabul
  •   دپنجاب صوبائی حکومت د ناصرعباس شیرازی دبرمتګرۍمسئول دی

دپاکستان دپنجاب صوبې دعدلیې وزیر رانا ثناؤ ا... له ترهه ګرو اوړنګو شویو جنایتکارو ډلو سره هم نزدې ارتباط لری او دخپلو سپیروموخو لپاره ورځیڼی ناوړه استفاده کوی .

زمونږخبریال  راپورراکړ دپاکستان دمجلس وحدت مسلمین  غورځنګ  نن دیوې ا علامیې په خپرولو سره  وئیلی دی ،  د دغه غورځنګ  دعمومی منشی مرستیال ناصر عباس شیرزای بیګا شپې مهال  په لاهور کې د مخ پټو امنیتی مامورانو تښتولی  او نامعلوم ځای ته ئې منتقل کړی دی .

 دپاکستان دمجلس وحدت مسلمین غورځنګ   عمومی منشی  علامه راجه ناصر عباس   په دغې اعلامیې کې  دناصرشیرازی په برمتګرۍ داندیښنې پّه څرګندولو سره  دا د پنجاب صوبائی حکومت   دحکومتی برمتګرۍ  اقدام بللی دی .

   هغه ګواښ کړی چې دپاکستان  دکورنیو چارو وزیر احسن اقبال دې  سملاسی دناصر عباس شیرازی د خوشی کیدا په  باب لاس په کار شی اوکه  داسې نه وی نو دحالاتو دخرابیدا  مسئولیّت به په حکومتی ادارو وی .

 داپه  داسې حال کې دی چې  ناصر شیرازی  له دې مخکې  دلاهور هائی کورټ ته د  پنجاب د عدلیې د وزیر رانا ثناؤ ا...  په خلاف  یوه غوښتنه وړاندې کړې  وه چې د غه   غوښتنه   دلاهور هائی کورټ  دقاضیانو له خوا  تعقیبیږی .  په دغې غوښتنې کې  اپیل شوی ، دپنجاب صوبې دعدلیې وزیر  دپآکستان  دسترې محکمې  دکړچار په باب  یولړ څرګندونې کړی دی ، چې موخه ئې  په دغه هیواد کې  دفرقه پالو اومذهبی  اختلافاتو زیاتول دی .

ویل کیږی چې دپاکستان دپنجاب صوبې دعدلیې وزیر  رانا ثناؤ ا... له ترهه ګرو اوړنګو شویو جنایتکارو ډلو سره  هم نزدې ارتباط لری او  دخپلو سپیروموخو لپاره ورځیڼی ناوړه استفاده کوی

 

ټیګونه