د چین خارجه وزیر هندوستان ته خپل سفر لغو کړ
Sep 06, 2019 07:53 Asia/Kabul
د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کښې د کړکیچ د زیاتیدو له امله د چین د بهرنیو چارو وزیر نوې ډیلي ته خپل پلان شوی سفر لغو کړ.
تسنیم خبري آژانس لیکلې دي چې وانګ يي د هندوستان ترکنټرول لاندې کشمیر په حالت او د نوې ډیلې د حکومت له خوا په دغې سیمې کښې په روانې کرفیو یا ګرځبندیز باندې په اعتراض کښې هندوستان ته خپل سفر لغو کړ.
د چین د بهرنیو چارو وزیر نیت درلود چې د دواړو هیوادونو د سرحدي ستونزو په اړه د سلامشورې په موخه په نوې ډیلي کښې له هندي چارواکو سره وګوري.
ټاکل شوې چې وانګ یي راتلونکې اونۍ پاکستان ته سفر وکړي.
له دې مخکښې هم د چین حکومت د ملګرو ملتو امنیت شورا ته د کشمیر د دوسیې د وړاندې کولو ملاتړ کړی و.