پاکستان د هندوستان د ولسمشر الوتکې ته له خپل حریمه د تیریدو اجازه ور نه کړه
(last modified Sun, 08 Sep 2019 03:09:08 GMT )
Sep 08, 2019 07:39 Asia/Kabul
  • پاکستان د هندوستان د ولسمشر الوتکې ته له خپل حریمه د تیریدو اجازه ور نه کړه

د عمران خان حکومت د پاکستان له هوايي حریم څخه د هندوستان د ولسمشر د الوتکې د تیریدو لپاره د دغه هیواد غوښتنه رد کړه.

د کشمیر په سر د اسلام آباد او نوې ډیلي ترمینځ د اختلافاتو له سختیدو سره هم مهاله د عمران خان حکومت د پاکستان له هوايي حریم څخه د هندوستان د ولسمشر د الوتکې د تیریدو لپاره د دغه هیواد غوښتنه رد کړه.

ایرنا خبري آژانس لیکلې دي چې د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي پرون په اسلام آباد کښې خبریالانو ته وویل: وزیراعظم عمران خان په کشمیر کښې په روان تشدد باندې په اعتراض کښې د پاکستان له اسمانه د آیسلینډ په لور د هندوستان د وزیراعظم رام ناټ کوویند د الوتکې د تیریدو د اجازې لپاره د نوې ډیلي غوښتنه ونه منله.

پاکستان غواړي چې د کشمیر د کړکیچ په سر له نوې ډیلې سره د اړیکو د کچې د ټیټولو په دوام کښې د هندوستان په الوتکو خپل هوايي حریم بیخي بند کړي او هم داشان د پاکستان د خاورې له لارې هم له هندوستان سره د افغانستان په شمول د ټول تجارت او راکړې ورکړې مخه ونیسي.

 

 

ټیګونه