عمران خان د فاسدوکسانو زندانی کول غواړی
(last modified Tue, 08 Oct 2019 12:07:40 GMT )
Oct 08, 2019 16:37 Asia/Kabul
  • تر ټولو مهم شی چې پاکستان یې له چین څخه زده کولای شي دا دی چې چین خپل خلک له بې وزلۍ وویستل .
    تر ټولو مهم شی چې پاکستان یې له چین څخه زده کولای شي دا دی چې چین خپل خلک له بې وزلۍ وویستل .

زمونږ خبریال وایی د پاکستان لومړی وزیر عمران خان نن چین ته د رسیدا په وخت یوې غونډې ته په وینا کښې وویل زه غواړم چې د چین د ولسمشر شی جین پینګ(Xi Jinping) کار تعقیب کړم او په پاکستان کښې پینځه سوه (۵۰۰) فساد حکومتی چارواکی زندانی کړم .

د پاکستان  لومړی وزیر عمران خان د چین د نړیوال تجارت د پراختیا شورا ته په  وینا کښې وویل یو (۱) شی چې ما له چین څخه زده کړی دی دا دی چې ددغه هیواد  ولسمشر شی جین پینګ څرنګه فساد له مینځه یوړه .

هغه وویل د چین د ولسمشر شی جین پینګ یوه(۱) ترټولو ستره هڅه له فساد سره مبارزه وه او زیاته یې کړه ما  اوریدلی دی چې په چین کښې په تیرو پینځو (۵) کلونو کښې د وزیرانو په سویه څلور سوه (۴۰۰)کسان د فساد په جرم تورن پیژندل شوی او زندانی شوی دی .

د پاکستان د لومړی وزیر عمران خان اشاره د چین د ولسمشر شی جین پینګ د مالی فساد پرضد مبارزې ته وه چې له دوه زره دولسم (۲۰۱۲) میلادی کال راهسې یې تراوسه په بیلابیلو سویو له وزیرانو رانیولی تر عادی خلکو پورې کابو دیارلس لکه کسان نیولی دی .

عمران خان زیاته کړه چې فساد په پاکستان کښې د بهرنۍ پانګونې په لاره کښې ترټولو ستر خنډ دی .

هغه وویل تر ټولو مهم شی چې پاکستان یې له چین څخه زده کولای شی دا دی چې چین خپل خلک له بې وزلۍ وویستل .

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وویل چین په تیرو دیرشو(۳۰) کلونو کښې اوه سوه (۷۰۰) میلیونه خلک له بې وزلۍ  ایستلی دی او دغه  چاره  هیڅکله دبشریت په تاریخ کښې نه ده رامینځته شوی .

 

ټیګونه