Jun 22, 2018 13:45 Asia/Kabul
  • د تاریخ پاڼه (94)

تاسو ګرانو دوستانو ته د سلامونو په وړاندی کولو سره د تاریخ پاڼی په یو بل پروګرام سره ستاسو په خدمت کی یو. نن جمعه د ۱۳۹۷ هجری لمریز کال د چنګاښ میاشتې لمړۍ ورځ ده؛ چی د ۱۴۳۹ هجری ق کال د شوال میاشتی له اتمی، او د ۲۰۱۸ م کال د جون میاشتې له ۲۲ نیټې سره برابره ده.

ګوینده: ۱۰۶۷ کاله وړاندی د تاریخی اسنادو له مخی، د ۳۷۲ هجری ق کال د شوال په اتمه نیټه، د فارس د دیالمه سلسلې دویم واکمن« عضدالدوله دیلمی » مړ شو. هغه؛ چی د عمادالدوله دیلمی ځای ناستئ ؤ؛ د خپل حکومت په دوره کی، د ایران او عراق او د ترکیی د ختیځ زیاتره سیمې ونیولې، او د عراق او فارس په سیمو کی یی ډیرې ودانۍ جوړی کړې.

عضدالدوله دیلمی؛ پداسی یوه ورځ د ناروغۍ له امله له دنیا لاړ، او د عراق د نجف اشرف په ښار کی د حضرت علی ع د روضې

ترڅنګ خاورو ته وسپارل شو.  

 ګوینده: ۳۸۵ کاله وړاندی پداسی یوه ورځ؛ د ۱۶۳۳ م کال د جون په دویمه نیټه، ایټالیایی ستورئ پیژاندی؛ ساینس پوه او د فیزیک استاد« ګالیلو ګالیله » په جبر سره، د کلیسا د مقامونو په وړاندی له خپلو علمی عقایدو او څرګندونو څخه انکار وکړ. هغه؛ په  ۱۶۳۲ م کال کی د شمسی نظام په باره کی د بطلیموس دعقایدو په ردولو کی یو کتاب ولیکل، او په هغه کی یی اعلان وکړ، چی ځمکه د لمر په شاوخوا څرخی. خو یو کال وروسته؛ پاپ ګالیله رُم ته ور وغوښت، او او نظریی یی له کفر ډکی وبللی. له همدې کبله، کلیسا« ګالیله » دیته مجبور کړ، چی یا له خپلو عقایدو انکار وکړی، یا د مړینی په سزا محکوم شی. نوموړی که څه هم ظاهراً له خپلو عقایدو انکار وکړ، خو له محکمې څخه د وتلو په مهال یی، خپله پښه په ځمکې ووهله، او ځمکی ته یی په خطاب کی وویل:« له دې ټولو سره سره، ته حرکت کوی ».

*******

 ۱۱۵ کاله وړاندی پداسی یوه ورځ، د ۱۳۲۴ هجری ق کال د شوال په اتمه نیټه؛ په ایران کی د« مجلس » ورځپاڼی لمړنۍ ګڼه خپره شوه. دغه ورځپاڼه د« میرزا سید محمد صادق طبا طبایی»

په نامه د یو مشروطه غواړی له خوا تأسیسه او خپره شوه. هغه؛ د« سید محمد طباطبایی » په نامه، د صدر مشروطیت د یو مشر زوی ؤ. د ویلو وړ ده؛ چی د مشروطیت او د مطبوعاتو د آزادۍ له اعلان وروسته، د ایران د ورځپاڼو شمیر؛ مخ په زیاتیدو شو، او د ایران په مختلفو ښارونو کی په لس ګونه ورځپاڼی خپرې شوې. مګر، د مشروطه دورې لمړنۍ ورځپاڼه؛ چی په ایران کی د پارلمان له پرانیستل کیدو وروسته چاپ شوه، د« مجلس » ورځپانه وه، چی د ملی جرګې خبرونه او پیښی یی لیکلې.

*******

۷۸ کاله وړاندی؛ د ۱۹۴۰ م کال د جون په ۲۲ نیټه:  په دویمه  نړیواله جګړه کی، له نازی آلمان څخه د فرانسې له پریکنده ماتې وروسته، د فرانسې د تسلیمیدو تړون د هیټلر په حضور کی لاسلیک شو. دغه په هماغه ځای کی لاسلیک شو؛ چی له لمړۍ نړیوالې جګړې وروسته، فرانسې ته د جرمنی د تسلیمیدو تړون لاسلیک شوئ ؤو. د جرمنی پوځ، د هالینډ؛ ناروی او بلجیم له تسلیمیدو وروسته، د هماغه کال د مۍ په میاشت کی په فرانسې حمله وکړه، او بریتانیایی او فرانسوی ځواکونو ته له ماتی ورکولو

وروسته یی د ۱۹۴۰ م کال د جون په ۱۴ نیټه، پاریس تر خپلواک واک لاندی راوست. او د جرمنی په ملاتړ سره یو فرانسوئ لمړئ وزیر شو. خو جنرال دوګل، د فرانسی له بهر څخه د یو شمیر فرانسوی ځواکونو په ملاتړ سره، د خپلواکی فرانسې دولت جوړ کړ، او پسله هغه چی د ۱۹۴۵ کال د مارچ په میاشت کی، فرانسه د جرمنی له نیواک څخه ووته، اور دوګل پاریس ته په ستنیدو سره ؤلش مشر شو.

********

۳۷ کاله وړاندی؛ پداسی یوه ورځ، د ۱۳۶۰ هجری لمریز کال د چنګاښ میاشتې په لمړۍ نیټه، حضرت امام خمینی ره، د ایران د هغه وخت د ؤلس مشر« ابوالحسن بنی صدر »، د سیاسی کفایت د نه لرلو په هکله، د اسلامی شورا رأیه تائیده کړه، او پدی توګه یی هغه له خپل مقام څخه لیری کړ.

بنی صدر؛ د هغو کسانو له جملې څخه ؤ، چی په ۱۳۵۷ هجری لمریز کال کی یی، پاریس ته د امام خمینی ره له هجرت وروسته، ځان د اسلامی انقلاب له پلویانو څخه ښوده، او د اسلامی انقلاب له بریالیتوب وروسته یی؛ په تبلیغاتی چل ولونو سره وکولای شول،

د ۱۳۵۸ هجری لمریز کال د سلواغې په میاشت کی، د ایران په لمړنیو ؤلس مشریزو انتخاباتو کی د بریالیتوب لپاره ضروری رأیی ترلاسه کړې. څه موده وروسته؛ امام خمینی ره، د ټولو قواؤو د قوماندان د ځای ناستۍ مقام هم، هغه ته وسپاره. خو بنی صدر؛ چی کبرجن؛ قدرت غواړئ، او خیانت کار ؤ، ژر تر ژره د اسلامی جمهوریت د نظام د ړنګولو لپاره خپله همکارې پیل کړه، او د خلګو غوښتنې او رأیی ته د احترام په هکله د امام خمینی سپارښتنی ته یی پام ونه کړ. باالآخره امام خمینی ره، د بنی صدر له خوا د جدی خطر په احساسولو سره، نوموړئ د ټولو قواؤو د قوماندان د ځای ناستۍ له مقام څخه لیری کړ، او پارلمان هم د خلګو غوښتنې ته په پام سره، د رأیو په اکثریت سره د ؤلس مشرۍ د مقام د دوام لپاره د هغه د لیاقت نه لرلو رأیه ورکړه. څه موده وروسته، بنی صدر په بدلو جامو سره، په پټه توګه فرانسی ته وتښتید.

*******

 

ټیګونه