مصر کښې د بیزوګانو هډوکي پیدا شوي
زمونږ خبریال وايي د مصر په سمندري سیمې برینائس کښې د بیزوګانو داسې هډوکي پیدا شوي دي چې دوه زره (۲۰۰۰) کاله لرغونوالی لري .
د وارسا پوهنتون د ارکیالوژي برخې یوه (۱) تحقیقاتي ټیم په مصر کښې کیندنې کولې چې د یوه (۱) انسان په شان هډوکي پیدا شول خو له تحقیق او غور وروسته معلومه شوه چې دا په اصل کښې د یوې(۱) بیزو یعني شادو هډوکي دي او دوه زره (۲۰۰۰) کاله لرغونوالی لري .
کله چې تحقیقاتي ډلې نورې کیندنې وکړې نو هلته د لسګونو نورو بیزوګانو هډوکي پیدا شول چې عمرونه یې بیلابیل وو .
کارپیژاندو ویلي دي چې دغه بیزوګانې په اسیايي سیمو کښې شته او هغه له هندوستان څخه وړل شوي وې ځکه چې دوه زره (۲۰۰۰) کاله مخکې د مصر او د روم تاجرانو له برصغیر یعني د هند له کوچنۍ وچې سره د ځناورو تجارت کاوه .
د تحقیقاتي ډلې کارپيژاندو وویل د دومره ډیرو بیزوګانو د هډو په پیدا کیدا سره داسې ښکاري چې یوه (۱) سمندري کشتۍ له پیښې سره مخ شوي ده او دغه بیزوګانې دلته مړې شوي او دفن شوي دي .