د مصر یوه ماشومه په الوتکه کښې وزیږیدله
Sep 23, 2020 11:41 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د مصر هوايي شرکت ایجپټ ایر(EgyptAir ) یوې (۱) انجلۍ ته چې له قاهرې څخه د انګلستان پلازمینې لندن ته د الوت په وخت زیږیدلي ده د ټول ژوند لپاره په مفت او وړیا ډول د سفر کولو د اسانتیا اعلان وکړ .
له قاهرې څخه لندن ته په تلونکي الوتکه کښې د یوې (۱) امیندوارې میرمنې حالت خراب شو او الوتکه په بیړني ډول د جرمني په میونیخ ښار کښې په هوايي ډګر کوزه شوه او هلته میرمنې ته طبي مرسته ورسول شوه او ورپسې الوتکې خپل پرواز له سره پیل کړ .
د الوت په وخت په الوتکه کښې د ماشومې د زیږیدا په وجه د مصر د هوايي شرکت مشر عمرو ابوالعینین نوزیږي ماشومې ته د ټول عمر لپاره په الوتکه کښې د سفر کولو ټکټ ورکړ.
د مصر دغه ماشومه د مصر د هوايي شرکت په الوتکه کښې ټولې دنیا ته مفت سفر کولای شي .