مصر کښې ۲۵۰۰ کلن مړي موندل شوي
Oct 06, 2020 11:41 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي په مصر کښې د لرغونو اثارو کارپیژاندو د ځمکې د کیندلو په وخت دوه نیم زره (۲۵۰۰) کاله مخکې خاورو ته سپارل شوي مومیايي یعني حنوط شوي نهه پنځوس (۵۹)مړي موندلي دي .
دغه نهه پنځوس (۵۹)مومیايي مړي د مصر د پلازمینې قاهرې په جنوب کښې په «سفاره »هدیرې کښې د کیندنو په وخت موندل شوي کومه(هدیره) چې د ملګروملتونو د کلتوري موسسې یونیسکو لخوا تاریخي میراث بلل شوي ده .
په مصر کښې دغه موندل شوي مومیايي یعني حنوط شوي مړي په ترټولو ښه حالت کښې دي او هغه د لرګیو په تابوتونو کښې بند دي .
دغه ټول مومیايي مړي به د مصر ستر میوزیم(Museum) یعني لرغون کور ته یوړل شي او د خلکو لپاره به نندرې ته وړاندې شي .