د مصرځوان د لړم زهر خرڅوي او ډیر شتمن شوی
Dec 22, 2020 12:15 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د مصر یوه(۱) ځوان خپله نوکري پریښودله او له لړمانو څخه د زهر د ایستلو کار یې پیل کړ او اوس هغه ډیرې پیسې ګټلي دي .
د مصر پینځویشت(۲۵) کلن ښاریز« محمد حامدي» د لرغونو اثارو په برخه کښې لوړې زده کړې دي خو روان کال د کورونا ناروغۍ په وجه دغه هیواد ته له نورو هیوادونو څخه د ټوریسټانو او د سیلانیانو ورتلل ډیر کم شوي دي او هغه له خپل معاش او تنخواه څخه راضي نه وو .
د مصر دغه ځوان د هیواد دښتو، صحراو او ساحلي سیمو ته ورغی او له اتیازرو (۸۰۰۰۰) څخه زیات لړم او ماران یې ونیول .
د مصر دغه ځوان وویل زه لړم ته د بریښنا کرنټ په ورکولو سره له هغه زهر وباسم کوم چې په بازار کښې په ډیر ښه قیمت او بیه خرڅیږي .