د پینسل په څوکۍ باندې انځورونه جوړ شوي
Jan 02, 2021 14:11 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د مصر یوه(۱) انځورګر د پینسل په څوکۍ یعني نوک باندې په خپل هنر سره د یوې (۱) کارنامۍ په ترسره کولو سره ټوله دنیا حیرانه کړي ده .
د مصر د البحیره ولایت اتویشت(۲۸) کلن انځورګر «ابراهیم بلال» د پینسل په څوکو باندې د مصر او تاریخي اسلامي لرغوني انځورونه جوړ کړي دي او دغه انځورونه به د مصر په اسلامي ارټ میوزیم کښې کیښودل شي .
د مصر په پلازمینې قاهرې کښې د اسلامي فن د یموزیم د یوسل اولسمې (۱۱۷) کلیزې په مناسبت د فن میوزیم نندرتون روان دی او د جنورۍ د میاشتې تر دیارلسمې (۱۳) نیټې پورې به دوام ولري .