مومیايي مړی د سرو زرو ژبه لري
(last modified Thu, 04 Feb 2021 07:48:34 GMT )
Feb 04, 2021 12:18 Asia/Kabul
  • مومیايي مړی د سرو زرو ژبه لري

زمونږ خبریال وايي په مصر کښې یو (۱) داسې دوه زره(۲۰۰۰) کلن مومیايي مړی موندل شوی دی چې د سرو زرو (golden) ژبه لري .

د مصر په غرونو کښې شپاړس (۱۶) قبرونه موندل شوي دي چې پکښې دوه زره (۲۰۰۰)کلن داسې مومیايي مړی موندل شوی دی چې ژبه یې د سرو زرو ده .

د قبرونو کیدونکي ډله باوري ده کله چې د نوموړي مومیايي مړي ژبه غوڅه شوي وه نو ورته د سرو زرو ژبه لګول شوي وه چې دغه مومیايي مړي له مړینې وروسته له خدای سره خبرې وکړي.

په مصر کښې موندل شوي مومیايي مړي ډیر خراب شوي دي خو د ځینو مومیايي مړیو د کاڼو ماسکونه روغ رمټ دي چې له کبله یې ماهرینو ته دغه اسانتیا پیدا کیږي چې د هغوې مخونه څرنګه وو .

 

ټیګونه