د امریکا سناتورانو د بحرین د بشري حقوقو په خلاف ورزۍ اندیښنه وښودله
(last modified Sat, 25 Sep 2021 07:57:11 GMT )
Sep 25, 2021 12:27 Asia/Kabul
  • د امریکا سناتورانو د بحرین د بشري حقوقو په خلاف ورزۍ اندیښنه وښودله

فارس خبري اژانس وايي د امریکا د ډیموکراټ او د ریپلیکن ګوند د مشرانو جرګې سینا یوشمیر غړیو خارجه وزیر انتوني بلینکن ته په لیک کښې په بحرین کښې د بشري حقوقو په خلافغ ورزۍ اندیښنه څرګنده کړه .

په دغه لیک کښې چې د مشرانو جرګې غړیو برني سینډرز ، شروډ براون ، جیفرې مرکلی ، ټامي بالډوین ، پاټریک لیهی ، رون وایډن او مارکو روبیو لاسلیک کړی دی د امریکا په خارجه وزارت غږ کړی دی چې د بحرین په رژیم باندې دباو راوستلو سره په دغه هیواد کښې د سیاسي بندانو د  خوشي کیدا زمینه برابره کړي .

د بحرین د دیکتاتور رژیم پرضد د دغه هیواد د خلکو انقلاب د دوه زره یولسم (۲۰۱۱) میلادي کال د فرورۍ د میاشتې په څوارلسمه (۱۲) نیټه پیل شو داسې انقلاب چې د ال خلیفه رژیم او د سعودي عربستان د مامورانو په مرستې سره په سخت ډول وځپل شو او د انقلاب د مشرانو په شمول په سلګونو ښاریز زنداني شول .

د بحرین د حکومت لخوا د خلکو دغه ځپل ونه توانیدل د خلکو اعتراضونه پاې ته ورسوي او همدا اوس د ال خلیفه رژیم د سیاستونو پرضد د سختو ځپنو په سیوري کښې مظاهرې او اعتراضونه دوام لري .

 

ټیګونه