د قاسم سلیماني تر ټولو ستره بریا د داعش او ترهګرو نابودل وو
ایسنا خبري اژانس وايي د اسلامي ویښتیا د نړیوالې ټولنې مشر علي اکبر ولایتي د مقاومت د ملاتړو د نړیوالې ټولنې له رئیسه پلاوی او مشر سره په کتنه کښې ټینګار وکړ د ډګر جنرال شهید قاسم سلیماني تر ټولو ستره بریا د داعش او د ترهګرو له مینځه وړل وو .
د اسلامي ویښتیا د نړیوالې ټولنې مشر علي اکبر ولایتي د مقاومت د ملاتړو د نړیوالې ټولنې له مشر یحیی غدیر سره کتنه وکړه او دواړو لورو د سیمه ییز مسائیلو ، اسلامي ویښتیا ته د اړونده موضوعګانو او د هغه بیلګې په هکله چې ډګر جنرال شهید قاسم سلیماني له نړیوال استکبار او صهیونیسټ رژیم سره د مقابلې لپاره د مسلمانانو د پیوستون او د اتحاد په ارتباط وړاندې کړه بحث او د نظر تبادله وکړه .
ولایتي په دغه کتنې کښې وویل اسلامي ایران تل د ظلم او د بې عدالتۍ په مقابل کښې پایدارۍ او مقاومت کړی دی .
د مقاومت د ملاتړو د نړیوالې ټولنې مشر یحیی غدیر هم په دغه کتنې کښې په سیمه کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سټراټيژیک ، اغیزشیندونکي او د ټاکونکي رول قدرونه وکړه او ویې ویل ټوله دنیا د ایران د اسلامي جمهوریت په هدفونو ایمان لري ، ځکه چې د ایران اسلامي جمهوریت له صهیونیسټ رژیم ، امپریالیزم ، ترهګرۍ او له ظلم سره مبارزې پرته بل هدف نلري .
شهید حاج قاسم سلیماني په دنیا کښې د ټولو مسلمانانو د اتحاد او د پیوستون لپاره یوه (۱) بیلګه ده .