د يمن فوځ د اماراتي ګوډاګيانو سنګرونه په توغنديو سره تباه کړل
د يمن فوځ اعلان وکړ د دغه هېواد په جنوب کښې د اماراتي ګوډاګي ځواکونو له پرمختګ څخه په مخنيوي سره يې په هغوي باندې په دوو بالېسټک توغنديو سره حمله وکړه.
د فارس خبري آژانس د رپوټ له مخې د يمن د وسله والو ځواکونو وياند جنرل يحيی سريع بېګا په يوې بيانيه کښې په دغه توغنده اي حمله کښې د ګڼ شمېر اماراتي ګوډاګي ځواکونو د وژل کېدو خبر ورکړ.
هغه په خپل يو ټوئيټ کښې اوليکل، د يمن فوځ په حريب او عېن دوو ښارونو کښې د صنعاء د ځواکونو سنګرونو په لور له اماراتو سره د غږملو داعشي عناصرو او نورو ګوډاګي ځواکونو چې ورته کوټلے هوائي ملاتړ هم حاصل ؤ د پرمختګ مخنيوے وکړ او د هغوي له پنځوسو زيات ځواکونه يې مړۀ او ژوبل کړل او د هغوي يو شمېر زغره وال ګاډي او جنګي سازوسامانونه يې تباه کړل.
هغه همدارنګ وويل د يمن د فوځ توغندي په دقيقه توګه په نښو لګېدلي او د دښمن ګڼ شمېر عناصر يې مړۀ او ژوبل کړي دي.