Sep 01, 2022 05:26 Asia/Kabul
  • د عراق سیاسي ګوندونه باید چپتیا غوره کړي

زمونږ خبریال وايي په عراق کښې د سیاسي اختلافاتو له زیاتیدا وروسته د الفتح ائتلاف مشر هادي العامري حسیني اربعین نږدې کیدا ته په اشارې سره د هیواد له ټولو سیاسي ګوندونو او رسنیو وغوښتل چې د حسیني اربعین په ورځو کښې چپ کیني.

د الفتح ائتلاف مشر هادي العامري په یوې خبر پاڼه کښې  د حسیني اربعین نږدې کیدا ته په اشارې سره وویل ټولو وروڼو مشرانو او سیاسي ګوندونو ته په امام حسین علیه السلام باندې قسم ورکوم چې رسندوي او سیاسي چپتیا غوره کړي او داسې خبرې اترې  وکړي چې د اتحاد سبب شي نه دا چې  د تفرقې .

هادي العامري ټینګار وکړ د عراق سیاسي ګوندونه له داسې خبرو چې د کینې د نفرت او د دښمنۍ سبب کیږي لاس واخلي او زیاته یې کړه په حسیني اربعین ورځو کښې یوازې له ظلم او تیري سره په مخامخ کیدا کښې د حسین علیه السلام د دندې او د ظلم په وړاندې له سر ټیټولو سره په مخالفت کښې د امام حسین علیه السلام د رسالت خبرې وکړو.

د عراق سیاسي ګوندونه د تیر میلادي کال په اکتوبر میاشت کښې د انتخاباتو د نتیجو له اعلان وروسته تراوسه نه دي بریالي شوي چې په دغه هیواد کښې نوی  حکومت جوړ کړي.

په عراق کښې څو ورځې مخکې د سعودي عربستان ، امریکا او بریتانیا په لمسون سره حالات خراب شوي وو چې اوس بیرته عادي شوي دي.

 

ټیګونه