شیخ عیسی قاسم د بحرین راتلونکي انتخابات بایکاټ کړل
زمونږ خبریال وايي د بحرین د اسلامي غورځنګ مشر شیخ عیسی قاسم د پارلمان د راتلونکو انتخاباتو په بایکاټ کولو سره وویل د هیواد په راتلونکو ټول ټاکنو کښې د بحرین د خلکو شرکت د ظلم او د بې عدالتۍ خدمت کول دي.
ټاکل شوي ده چې د بحرین د پارلمان انتخابات په راتلونکي اکتوبر میاشت کښې وشي.
د بحرین د اسلامي غورځنګ مشر شیخ عیسی قاسم وویل په انتخاباتو کښې د خلکو ګډون کول ځان ته د تاوان د رسولو په شان دي او په دوې کښې هیڅ یو له تفکر او تعقل سره یوځاې عقل ، دین او ژوند نه مني.
د بحرین خلک د ازادۍ او د عدالت د ټینګیدا ، د توپیر د ختمیدا او د ازادو انتخاباتو له لارې د یوه منتخب حکومت واک ته د رسیدا غوښتنه کوي.
د بحرین ال خلیفه دیکتاتور رژیم خلک په کلکه ځپي او تراوسه یې په لسګونو کسان وژلي او زرګونو نور ژوبل کړي او د سلګونو خلکو تابعیت یې هم لغو کړی دی.
د بشري حقوقو دفاع کونکو ډلو په ځلونو ال خلیفه رژیم د حکومت د مخالفانو د خپلو په خاطر غندلی او په سیاسي نظام کښې د اصلاحاتو غوښتونکي دي.