Sep 29, 2022 05:56 Asia/Kabul
  • د بغداد په پرونیو نښتو کښې ۱۳۳ کسان ژوبل شوي

ایرنا خبري اژانس د عراق د رسمي خبري اژانس په قول راپور ورکړ د هغو نښتو په وخت چې پرون په بغداد کښې د امنیتي ځواکونو او د مظاهره چیانو ترمینځ وشوې یوسل درې دیرش کسان ژوبل شوي.

په دغو ژوبلو کسانو کښې څلور افسران ، یوسل اتلس پوځيان او یولس ملکي وګړي دي.

د عراق د مقتدا صد ډلې ملاتړو چې له وړمې شپې راهسې یې سوکه سوکه ځانونه د بغداد شنې سیمې ته رسولي د پرون مازیګر د لمر سترګې له لویدو وروسته په امنیتي ځواکونو باندې خپلې حملې زیاتې کړې او هڅه یې وکړه چې یوځل بیا دغه سیمې ته ننوځي.

د بغداد په شنې سیمې باندې د برید لپاره  د مقتدا صدر د ملاتړو دوباره هڅه په داسې حال کښې ده چې په په خپله مقتدا صدر هم د عراق د پارلمان د غونډې له پیلیدا سره په یوخت څو څه ساعته مخکې په یوې بیانیې کښې چې سخته لهجه پکښې کارول شوي ده د نورو سیاسي ډلو او د ګوندونو پرضد سخت دریځ غوره کړ او ویې ویل چې زه نه په سیاسي بهیر کښې ګډون کوم او نه خبرو اترو ته حاضر یم.

دغه راز د مقتدا صدر په لسګونو ملاتړي پرون مازیګر د بصرې او د ذي قار د حکومتي ودانیو مخ ته راغونډ شول او له امنیتي ځواکونو سره یې نښته وکړه.

د عراق چینو پرون مازیګر د بغداد د شنې سیمې په مرکز او د غونډو د ترسره کیدا د ودانۍ په څنګ کښې د څلورم راکټ د غورځیدا خبر ورکړ.

 

ټیګونه