Nov 20, 2022 11:11 Asia/Kabul
  • د امریکا او د صهیونیسټ رژیم خادم ولسمشر نه غواړو

العالم ټيلي ويژن راپور ورکړ د لبنان د حزب الله د مشر مرستیال شیخ نعیم قاسم وویل دغه ګوند به له هر هغه ولسمشر سره چې د امریکا او د صهیونیسټ رژیم په خدمت کښې وي مخالفت وکړي.

هغه وویل حزب الله به له هر هغه ولسمشر سره چې وغواړي په جعلي مشکل سره د خلکو نظرونه منحرف کړي او د امریکا او د صهیونیسټ رژیم د خدمت په لړ کښې د لبنان واکمنۍ او خپلواکۍ ته ګوزار ورکړي مخالفت وکړي.

شیخ نعیم قاسم ټینګار وکړ په لبنان کښې اصلي مشکل اقتصادي ستونزه ده او دغه چاره باید د ولسمشر اصلي غم او چاره ووسي.

د لبنان د حزب الله د مرکزي شورا غړي شیخ نبیل قاووق وویل اوس ټولو خلکو ته معلومه ده چې امریکا او سعودي عربستان نه غواړي لبنان له کړکیچ څخه ووځي بلکې دغه دوه هیوادونه کوشش کوي د لبنان خلک خبرو او یو شان نظر ته له رسیدا منع کړي.

 

ټیګونه