Jun 28, 2024 06:03 Asia/Kabul
  • ایران ثابته کړه چې له ټولو ننګونو سره په مقابله کې ځواکمن دی

د لبنان د حزب الله عمومي منشي وویل، د ایران اسلامي جمهوریت د خدمت د شهیدانو له غمجنې پېښې څخه سرلوړی او عزتمند تیر شو او د ایران د اسلامي جمهوریت یوه پرمختللې او غوره نمونه یې وړاندې کړه، چې له ټولو ننګونو سره په مقابله کې پیاوړی دی.

د لبنان د حزب الله عمومي منشي سید حسن نصرالله د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر او نورو ملګرو د چورلکې د نسکورېدو غمجنه پېښه، بې له شکه یوه ډېره دردوونکې او تاریخي پیښه وبلله او زیاته یې کړه، د حکیم رهبر په برکت او په ایران او سیمه کې په مدیریت او مسئولیت منلو سره، دغه ګواښ په یو فرصت بدل شو او د ایران د اسلامي جمهوریت انقلاب، مقاومت او نظام او د سیمې ټولو مقاومتي غورځنګونو ته یې نوی ژوند ورکړ.

سيد حسن نصرالله په دې خبرې سره چې د ايران د اسلامي جمهوريت نظام، د ظالمانو، طاغوتیانو، لوټمارو، استعمارګرانو او تسلط غوښتونکو پر وړاندې يوه پياوړې قلعه ده، چې د منځني ختيځ سيمه يې له ظلم، استبداد او فساد څخه ډکه کړې ده، زياته کړه: نن سبا د ایران جمهوریت او دغه سپېڅلی نظام، یوازې د ایران د ملت لاره نه ده، بلکې په پوره صداقت، صراحت او روڼتیا سره د ملتونو او حکومتونو برخلیک او د ایران د اسلامي جمهوریت د نورو بدلونونو او پېښو په راتلونکي پورې اړه لري.

ټیګونه