حزب الله داسې ولسمشر غواړي چې د ټولو خلکو لپاره وي
ایرنا خبري اژانس وايي د لبنان د حزب الله د اجرايي شورا نائب رئیس شیخ علي دعموش وویل داسې ولسمشر غواړو چې د لبنان د ټولو خلکو لپاره وي.
د لبنان د پارلمان غړیو تراوسه اوه ځلې هڅه وکړه چې د ولسمشر میشل عون د اوه کاله د ولسمشرۍ د پړاو له ختمیدا وروسته د هغه د ځاې ناستي په هکله موافقه وکړي خو هر ځل یې ماتي خوړلي ده او دغه چارې د سیاسي کړکیچ د زیاتیدا په هکله اندیښنې زیاتې کړي دي.
د لبنان د حزب الله غورځنګ د اجرايي شورا نائب رئیس شیخ علي دعموش پرون وویل مونږ داسې ولسمشر غواړو چې د لبنان خلک سره متحد کړي او د هغوې د وحدت ساتنه وکړي او د لبنان واکمنۍ وساتي او د خارجي هیوادونو د ګټو په لړ کښې د مقاومت ډلو پرضد دسیسه ونکړي.
هغه دغه راز د لبنان د ولسمشر د انتخابولو لپاره د خبرو اترو او د تفاهم پرضرورت ټینګار وکړ او له سیاسي لورو یې وغوښتل چې په چټکۍ سره دغه مسوولیت پرغاړه واخلي.
شیخ علي دعموش په دې خبرې سره چې د لبنان حزب الله غورځنګ د ولسمشرۍ د څوکۍ یا د نورو حکومتي څوکیو د ترلاسه کولو یا د ولسمشر د تپلو هڅه نه کوي وویل حزب الله په مقاومت ، د لبنان په ساتنې او د هغه دګټو په دفاع کلو او د خلکو په خدمت کولو او دغه راز د خلکو د حقوقو د شتمنۍ او د خپلواکۍ په ساتلو کښې خپله دنده ترسره کوي.
امریکا، سعودي عربستان ، فرانسه او ځینې نورو اروپايي او عرب هیوادونه د لبنان په کورنیو چارو کښې لاسوهنې کوي او د ولسمشر د انتخابیدا په لاره کښې خنډونه جوړوي .