اسلامي ایران د یمن د مظلومو خلکو ملاتړ کوي
المسیره ټیلي ويژن راپور ورکړ د یمن د ملي ژغورنې د حکومت خارجه وزیر هشام شرف وویل د ایران اسلامي جمهوریت یوازنی هیواد دی چې د یمن د ملت په څنګ کښې ولاړ دی.
هغه وویل ایران یوازنی هیواد دی چې له ظالمانه کلابندۍ سره په مقابلې کولو کښې د یمن د ملت ملاتړ کوي.
هشام شرف د یمن په هکله د اروپايي اتحادیې د شورا بیانیې ته په غبرګون کښې وویل د اروپا دریځ خپلواکه نه دی او هغه یوازې د امریکا دریځ انعکاسوي.
د یمن خارجه وزیر هشام شریف وویل هغه ارامښت به چې اروپايي لوری یې هڅه کوي یوازې د یمن پرضد د ظالمانه تیري او د کلابندۍ په ختمیدا او خپلو لومړیو حقوقو ته د یمن د خلکو په رسیدا سره محقق شي.
دغه راز د یمن د انساني چارو د لوړې شورا ویاند طلعت الشربجي د یمن د ماشومانو په هکله د ملګروملتونو په دریځونو نیوکه وکړه.
هغه وویل ملګري ملتونه یوازې د شمیرنو خبره کوي او د یمن د ماشومانو د حالت د ښه کیدا لپاره هیڅ اقدام نه ترسره کوي.
طعلت الشربجي وویل د ملګروملتونو د ماشومانو صندوق یونیسف د یمن د یولس زره ماشومانو د وژل کیدا او د ژوبلیدا خبره کړي ده چې دریمه برخه یې د سعودي عربستان په هوايي حملو کښې مړه او ژوبل شوي دي.
دا په داسې حال کښې دي چې شمیرنې وايي د سعودي عربستان په حملو کښې د یمن نهه زره ماشومان مړه او ژوبل شوي دي.