یمن د امریکا د خوځښتونو په اړه خبرداری ورکړ
المسیره ټیلي ويژن راپور راکړی د یمن د ملي ژغورنې حکومت د یمن په جزیرو او سواحلو کښې د امریکا د خوځښتونو په هکله خبرداری ورکړ.
د یمن د ملي ژغورنې د حکومت سیاسي دفتر په یوې بیانیې کښې وویل په حضرموت او المهره دوو ولایتونو کښې د امریکا خوځښتونه د یمن په واکمنۍ باندې ښکاره او خطرناک تیری او له تیرو اتو کلونو راهسې د یمن د ملت پرضد د امریکا د پرله پسې د تیریو د دوام په معنا دي.
د یمن د ملي ژغورنې حکومت په المهره ولایت کښې د امریکا د غلیمانه او د تیریګرو خوځښتونو په غندنې او مخالفت ټینګار کړی او د هغو د پایلو په اړه یې خبرداری ورکړی.
المهره ختیځ ولایت له حضر موت ولایت وروسته د یمن تر ټولو ستر ولایت دی.
د یمن د ملې ژغورنې حکومت په ځلونو ویلي دي چې د امریکا ، سعودي عربستان او د متحده عربي اماراتو تیریګر ائتلاف د دغه هیواد اومه تیل چورتالان کوي.
دا په داسې حال کښې دي چې د یمن د تیلو د خرڅولو عایدات باید د یمن د کارکونکو د معاشونو د ورکولو او د ضرورتونو د پوره کولو لپاره ورکړل شي ځکه چې د یمن خلک د کلابندۍ په دلیل د انرژۍ سرچینو ته زیات ضرورت لري.